اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر كړې دې۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره وفاقي وزير سید محسن رضا نقوی او د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي ليدلي۔ وفاقی وزیر او د بلوچستان وزیراعلیٰ وزیراعظم ته په صوبه كښې د امنيت په مجموعي صورتحال تفيصلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان كښې تېره ورځ رامخې ته شوې د ترهګرۍ بريدونه بزدلانه كاروائۍ وې چې هېڅ جواز ئې نشي وړاندې كېدې، زمونږ مېړنو ځواكونو خپل ځانونه قربانولو سره د ترهګرو عزائم خاورې كړې دي۔ وزیراعظم په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر وكړو۔ ده ترهګر په توګه كولو سره د دوي په ضد د بشپړه كاروائۍ هم امر وكړو