د پی اېس ډی پی ترسېوري لاندې د بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي منصوبو له 51 اربه 11 كروړه روپۍ جاري

image

اسلام آباد ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي كارونو په لړ كښې د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي منصوبو له په مجموعي توګه تر دې دمه 51 اربه 11کروړه 6 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حکومت د سركاري څانګې پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال 9 کھربه 25 اربه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حكومت امنيت زياتولو له 26 اربه 78 کروړه، ایراء له50 کروړه، ګلګت بلتستان بلاک له 2 اربه 88 کروړه 50 لكه ، اے جے کے بلاک له4 اربه66 کروړه، اېن اېچ اے له2 ارب 69 کروړه، ټېکسټائل انډسټری ډویژن له 5 لكه، سپارکو له 36 کروړر58 لكه ،سائنس اېنډ ټیکنالوجیکل ریسرچ ډویژن له16کروړ13 لكه، ریونیو ډویژن له 19 کروړ81 لكه، رېلویز ډویژن له 1 ارب38 کروړ44 لكه ، پلاننګ کمېشن له 4 کروړ 57 لكه ، پاکستان نیوکلیئر اتھارټی له 6 کروړه، پاکستان اټامک انرجی کمېشن له 4 اربه 27 کروړه، قومی تاریخ وادبی ورثه ډویژن له 2 کروړ28 لكه ، هېواد كښې د روغتيا آسانۍ له ښه كولو له 86 کروړه 54 لكه ، نېشنل فوډ سکېورټی ریسرچ ډویژن له 30 کروړه 79 لكه،داخله ډویژن له يو ارب 8 کروړه 77 لكه، انفارمېشن ټیکنالوجی او ټېلی کام ډویژن له 14کروړه 41 لكه، صنعت وپېداوار ډویژن له7 کروړ61 لكه، د بشري حقونو ډویژن له يو کروړ35 لكه، هائر اېجوکیشن کمېشن له 4 ارب 44 کروړه 71 لكه ،سرمایه کاری بورډ له 2 کروړه او اېوی اېشن ډویژن له د 5 کروړه 27 لكه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں