وزيراعظم عمران خان په روضه رسول﴿ص﴾ حاضري وكړه

image

مدينه منوره 14 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په روضه رسول﴿ص﴾ حاضري وكړه، وزيراعظم په دې موقع نوافل ادا كړل او د هېواد او قوم پرمختګ او سلامتيا لپاره ئې دعا وكړه. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې له مخې وزيراعظم عمران خان به په روضه رسول ﴿ص﴾ د حاضرې او د نوافل ادا كولو نه پس خپلو سركاري مصروفياتو لپاره رياض ته ځي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم د خپلې دورې په وړومبې پړاٶ كښې مدينې منورې ته رسېدلې و. په رائل ټرمينل د مدينې دوهم والي وحيب السهلي او په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل خالد مجيد د وزيراعظم هركلې وكړو. په دې موقع د سعودي د پروټوكول چارواكي او د پاكستاني قونصلېټ چارواكي هم موجود وو. خارجه سېكتر سهېل محمود هم د وزيراعظم په پلاوي كښې شامل دے.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں