اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د مواصلات ٬ نجكارۍ او سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعلیم خان په هدايت سکېورټی او سرویلنس لپاره د موټر بائیک سروس پائلټ پراجېکټ پېل كول پرېكړه شوې ده٬ په اولني پړاؤ كښې به موټروے پولېس د خپلو وسائلو د لارې سکیورټی بائیک سروس پېل كړي ٬ وروستو به دې كښې اضافه كولې شي۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د مواصلاتو وزارت اعلی كچې غونډې مشري كولو په مهال موټروے سره د اړوندو مسئلو او مسافرو ته د رامخې ته كېدونكو بېلو ستونزو په اړه د ترلاسه شوې شكايتونو نوټس اغستلو سره په موټروېز د پټرولنګ زياتولو او د سكيورټي لا ټينګولو ټاسك وركړو۔ ده ووئيل په موټروېز بايد په يو وخت كښې 30 څخه تر 35 موټر بائیکس په بېلو سېكټرو كښې پټرولنګ وكړي دغسې چې وګړو ته د تحفظ احساس وشي۔ وفاقي وزير د موټروے دواړو اړخونو ته د حفاظتي دېوال د غلا مخنيوي له د فعاله تګلارې وضعه كولو هدايت وكړو كومې لپاره به چې نېشنل هائي وے اتھارټي ٬ موټروے پوليس ٬ اېف ډيبو او او اړوند ضلعي پوليس په ګډه ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل په موټروے چې چرته هم حفاظت دېوال مات شوے يا غلا شوې دغلته دې د نوي دېوال بندوبست وكړے شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د مواصلاتو سېكرټري ته په يوه اونۍ كښې د رپورټ وړاندې كولو امر وكړو۔