پېسې او اقتدار له د اسلام د نامې كارولو دور تېر شوې٬ دهرنا كوٶنكي دې بېشكه ناست پاتې شي٬ چې خوراك ئې ختم شي ھغه به هم ورولېږو

image
APP09-01 GILGIT: November 01 - Chief Minister Gilgit-Baltistan and his cabinet members welcoming Prime Minister Imran Khan on Yadgar-e-Shohda to mark the Independence Day of Gilgit-Baltistan at Chinar Bagh CM secretariat. APP Photo by Ashraf Hussain Nasiri

ګلګت 01 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پېسه او اقتدار له د اسلام د نامې كارولو دور تېر شوې٬ دهرنا كوٶنكي دې بېشكه ناست پاتې شي٬ چې خوراك ئې ختم شي ھغه به هم ورولېږو٬ ولې اېن آر او به چا ته وركولې نه شي۔ د دوي ټول اسلام د ډيزلو په پرمټ٬ د كشمير كمېټۍ په چيئرمېن شپ او په پېسه خرڅېږي٬ ټول بې روزګاره او سياسي يتيمان راجمع شوې دي٬ د دوي مقصد يوازې خپل ځان بچ كول دي٬ دوي ته معلومه ده چې دوي له په هر صورت زندان ته تلل دي٬ د غلو دلاسه هېواد دې حالت ته رسېدلې دې٬ بدعنوانۍ سره ټولنې او هېوادونه تباه كېږي٬ د بدعنوانۍ په ضد مې 22 كاله هڅې كړې دي٬ د مولانا فضل الرحمن په موجودګۍ كښې د يهودي سازش ضرورت نشته٬ د هند ميډيا دا ټول مناظر ښائي او خوشحالېږي او داسې برېښي چې فضل الرحمن د پاکستان نه ٬ هندي وګړې دې او هند لپاره كار كوي٬ بلاول بھټو خپل ځان لبرل ګڼي٬ لبرل ازم د ھغه په خوا هم تېر شوې نه دې۔ د خزانې د تېر وزير د پلار د سائيكل دكان ٶ نن ھغه او د ھغه بچي ارب پتي دي٬ د ګلګت بلتستان اولس له باور وركوم چې د دوي مسئلو ته به پاملرنه كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ ګلګت بلتستان كښې يوې لويې اولسي غونډې ته وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل نن چې مونږ د ګلګت بلتستان ځوانانو سره د آزادۍ جشن لمانځو يو مارچ په اسلام آباد كښې هم كېږي ٬ كتل دا دي چې دا خلق د چا نه آزادي اخلي ٬ په دې مارچ كښې د پيپلز ګوند مشرانو سره خبره كوٶ نو ھغوي به وائي چې ګراني زياته ده ٬ په ماچ كښې د مسلم لیګ (ن) خلق هم شامل دي ھغوي ته دا معلومه نه ده چې ھغوي په مارچ كښې څه كوي٬ كه د جے یو آئي (ف) نه پوښتنې وكړې نو ھغوي به وائي چې يهوديانو قبضه كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل د مولانا فضل الرحمن په موجودګۍ كښې د يهودي سازش ضرورت نشته٬ د هند ميډيا دا ټول مناظر ښائي او خوشحالېږي او داسې برېښي چې فضل الرحمن د پاکستان نه هندي وګړې دې او هند لپاره كار كوي۔ وزیراعظم ووئيل ووټ او پېسې لپاره د اسلام نامه كارولې شي۔ دې سره اسلام ته زيان رسي٬ ھغه خلق څوك چې تر اوسه د اسلام په اړه زيات معلومات نه لري چې ھغوي كله مولانا فضل الرحمن ته ګوري نو د اسلام نه متنفر كېږي٬ د دوي اسلام د ډيزل په پرمټ٬ د كشمير كمېټۍ په چیئرمېن شپ او په پېسه خرڅېږي۔ وزیراعظم ووئيل اولس باشعور شوې دې دا د سوشل ميډيا زمانه ده٬ زمونږ او د دوي د دهرنې په مقاصدو كښې فرق دے٬ نن چې كومه ډله راغونډه شوې ده په دې كښې د بلوچستان څخه اچکزئۍ هم راغلې دې چا چې تل د جے يو آئي (ف) مخالفت كړې دې٬ په دې كښې بلاول بھټو هم موجود دې څوك چې ځان لبرل ګڼي٬ ھغه لبرلي كرپټ دے ٬ لبرل ازم د ده په خوا هم نه دې تېر شوې۔ وزیراعظم ووئيل اسلام ھغه دې چې كله ستا عمل د مسلمانانو غوندې وي٬ قرآن كښې د دې سپيناوې شوې دې٬ مولانا فضل الرحمن د اسلام خبره كوي او بيعه د ضمير لګوي٬ اقتدار لپاره د اسلام نوم اخستلو دور تېر شوې دې٬ تاسو بېشكه ناست پاتې شۍ ٬ كله چې خوراك ختم شي نو ھغه به هم دروالېږو خو چا له به اېن آر او نه وركوٶ۔ وزیراعظم ووئيل اصل خبره دا ده چې د بدعنوانۍ ټول كېسونه زمونږ مخې ته راغلې دي٬ ټولو سره دا ويره ده د دوي لمبر راتلونكې دې٬ دا ھغه خلق دي چا چې په لس كالو كښې څلور چنده زياته قرضه اخستې ده٬ د 60 كالو راهسې پاكستان د 6 زره اربه ډالرو قرض دارې ٶ په تېرو لس كالو كښې دا قرض 30 زره اربه ته رسېدلې٬ قام د دې پوښتنې حق لري چې دا قرضه كوم ځائ خرڅ كړې شوې٬ څنګه چې وخت تېرېږي حكومت ته معلومېږي چې پېسه چرته تلې ده زياتره پېسه د دوي جېبونو ته تلې ده٬ دې خلقو د هنډۍ او د مني لانډرنګ د لارې پېسه بهر لېږلې ده د دوي بچي ارب پتيان شوې دي٬ درې ځله د وزیراعظم پاتې كېدونكي زامن ارب پتيان دي چې كله د ھغوي د حساب پوښتنه كېږي نو په ځواب كښې وائي چې مونږ د پاكستان وګړي نه يو۔ وزیراعظم ووئيل د خزانې د تېر وزير د پلار د سائيكل دكان ٶ نن ھغه او د ھغه بچي ارب پتي دي٬ د شهباز شریف زوې او زوم د هېواد نه بهر دي٬ كه دوي غلا نه ده كړې نو د دوي بهر ولې مېشته دي۔ وزیراعظم ووئيل ما په لسو مياشتو كښې په سپریم کورټ كښې د خپل فلیټ ټول حساب کتاب او منی ټریل هم وركړې د دې برعکس هغه كسانو تر نن كوم داسې مصدقه دستاویز نه دې وركړې چې پكښې جعل سازی نه وي۔ كله چې حساب اوغوښتلې شي نو جمهوریت ته خطر شي۔ وزیراعظم ووئيل تيرو حكومتونو كښې تر ټولو زياته ګراني د پیپلز ګوند په دور كښې پھ وړومبي كال كښې وه دې نه پس د (ن) لیګ په دور كښې ګراني وه۔ وزیراعظم ووئيل 22 كاله د بدعنوانۍ په ضد هلې ځلې شوي كه هغوي دا ګڼي چې زه به فشار كښې راشم او هغوي له به این آر او وركړم نو دا دې هغوي هېره كړي۔ دغه غلو چې هېواد ته كوم زيان رسولې زما هلې ځلې د هغوي پھ ضد دي ما د لوے څښتن سره لوظ كړې ؤ چې چا هم هېواد لوټلې او هېواد ئې د بيروزګارۍ او نورو ستونزو سره مخ كړې هغوي به زندانونو ته لېږلې شي۔ وزیراعظم ووئيل بدعنوانۍ سره هېواد او ټولنه تباہ كېږي كومه پېسه چې د صحت ‘ تعلیم ‘ سړكونو ښه

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں