وزيراعظم عمران خان د سري لنكا نوي ټاكل شوي اولس مشر ته د اولس مشرې په ټاكنو كښې په بريا مباركي وركړه

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سري لنكا نوي ټاكل شوي اولس مشر ته د اولس مشرې په ټاكنو كښې په بريا مباركي وركړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان ګوتابايا راجه پكسا ته د سري لنكا د اولس مشرې په ټاكنو كښې په بريا د زړه نه مباركي وركړې۔ وزيراعظم وئيلي دي چې پاكستان منطقې او د خپل اولس خوشحالې٬ پرمختګ او امن لپاره نوي ټاكل شوي اولس مشر او سري لنكا سره خپلې د ورورولې اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں