د يو قوم په توګه دې پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم وكړی شي٬ځوانان دې قائداعظم خپل رول ماډل جوړ كړي۔وزيراعظم عمران خان ټوېټ

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په پاكستاني قوم زور راوړې چې د يو قوم په توګه دې پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم وكړی شي۔يو داسې رياست چې بنياد يې په انساني وقار٬انصاف او د قانون په حكمرانۍ وي۔د شورو په ورځ د قائداعظم د زيږون ورځې په موقع په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم قوم ته ووئيل چې د يو قوم په توګه دې پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم وكړی شي٬ځوانان دې قائداعظم خپل رول ماډل جوړ كړي۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح صادق او امين وو٬د قائد 40 كلنې هڅې ذاتي ګټو لپاره نه بلكې د مسلمانانو جلا وطن لپاره وې۔داسې هېواد لپاره چرته چې مسلمانان د آزاد وګړي په حېث ژوند تېر كړی شي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں