په پاكستان كښې بهرني سرمايه كارو لپاره بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي ٬ د خزانې وزير اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې خبرې

image

اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي په پاكستان كښې بهرنو سرمايه كارو لپاره په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بشپړه موقعې شته٬ حكومت د اصلاحات په ټولشموله ايجنډا عملدرآمد كوي٬ د معاشي استحكام په نتيجه كښې كليدي معاشي اشاريې ښې شوي دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ د سپرلي موسم كلنې غونډې په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د بېلو ملاقاتونو ٬ دستورو او فعاليتونو په مهال وكړه۔ د خزانې وزير د سټی بېنک، اسټېنډرډ چارټرډ او جے پی مورګن لخوا په راجوړ كړې شوي سرمايه كار فورمز كښې ګډون وكړو او د تېر مالي كال په مهال يۍ د پاكستان د معيشت كاركردګۍ په اړه سرمايه كار په بشپړه توګه خبر كړل۔ د خزانې وزير ووئيل معاشي استحكام له د پورته كړے شوو ګامونو په نتيجه كښې كليدي معاشي اشاريې په سم لوري مخ په وړاندې روانې دي۔ ده ووئيل ټېکس، توان، سرکاری ادارو كښې بهتري ، نجکارۍ او د حكومتي ډھانچې كمولو له په مهمو اصلاحاتو عملدرآمد روان دے۔ د خزانې وزير په اېف بي آر كښې د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د اصلاحات ذكر وكړو۔ په دې موقع ده د ځينو پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔ د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ډاكټر سلمان الجاسر سره ملاقات كښې د خزانې وزير د پاكستان په پرمختګ كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك د كردار ستائنه وكړه او د توان ٬ ټرانسپورټ ٬ تعليم او روغتيا په شمول په بېلو څانګو كښې يۍ د بېنك د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔ ده د مومند ډېم په جوړولو كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك او د عرب كوارډي نېشن ګروپ نورو غړو سرمايه كاري وستائله او دا يۍ لويو او نورو شريكو منصوبو لپاره يو كامياب مثال وګرځولو۔ د خزانې وزير د يو اېس پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره ملاقات كښې د امريكې او پاكستان ترمينځه د تجارت او د سرمايه كارۍ رابطو لا مستحكم كولو كښې د كونسل د كردار ستائنه وكړه۔ د جے پي مورګن بېنك استازو سره د ملاقات په مهال د خزانې وزير په معيشت كښې د اوسنۍ بهترۍ او د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د اېس بی اے لوظنامې په اختتام د پاكستان په معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزير د برطانيې د پرمختګ ٬ مېرمنو او مساوات وزيرې انېلیسی ډوډز سره ملاقات وكړو او د پرمختګ په څانګه كښې يۍ د پاكستان او برطانيې ترمينځه پخوا څخه راروانه همكاري وستائله۔ ده پاكستان لپاره د آئي اېف سي په موسمياتي سرمايه كاري فنډز كښې د 120 ملین ډالر مرسته خوشبينه وګرځوله۔ د نړيوال بېنك د آپرېشنز اېم ډي انا جیردی سره ملاقات كښې د پاكستان په پرمختيائي ترجيحات او د نړيوال بېنك په كنټري پارټنرشپ فرېم ورك د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير د نړيوال بېنك لخوا پی فار آر او آئی پی اېف لپاره تر كلونو د كوم کمټمنټ فیس نه اغستلو پرېكړه وستائله۔ د بېنک فار امریکا سیکیورټیز لخوا د سمال ټاكس فورم په مهال د خزانې وزير معاشي استحكام لپاره د حكومتي هڅو او د تېر كال د معاشي كاركردګۍ بشپړ جاج وړاندې كړو۔ ده په ټېكس ٬ توان او سركاري ادارو كښې د اصلاحات عمل جاري ساتلو له د حكومتي عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل په اېف بي آر كښې د ټولشموله اصلاحاتو لړۍ روانه ده۔ ده سرمايه كارۍ له په كركيله ٬ آئي ټي ٬ كان كنۍ او د تجديد وړ توان څانكو كښې د همكارۍ بلنه وركړه۔ د خزانې وزير د نړيوال بېنك ډلې صدر اجے پال سنګھ بنګا لخوا په راجوړه كړې دستوره كښې ګډون وكړو۔ دغسې د خزانې وزير د نړيوال بېنك صدر ته په پاكستان كښې د سكھ ګردوارو د فرېم شوو عكسونو ډالۍ وړاندې كړه

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں