ګلګت۔6 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ګلګت بلتستان له د 100 مېګاواټ بجلۍ په سمدستي توګه د وركولو او د بلتستان پوهنتون او قراقرم پوهنتون صلاحيت لرونكو زيركو زده كوؤنكو لپاره د مېرټ په بنياد د 1 ارب روپو انډوومنټ فنډ جوړولو اعلان كولو سره وئيلي دي مونږ د ګلګت بلتستان او د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو په شمول د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پرمختګ او اولس خېر ښېګړې ته خاص پام ګرځولے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاری شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان كابينې خصوصي غونډه د شورؤ په ورځ وشوه۔ وزیراعظم د غذر ضلعې په بوبر كلي كښې د كال 2022 سېلاب ځپليو لپاره په خاص توګه د جوړ كړے شوو كورونو په وخت بشپړېدو او د كورونو په اعلی معيار د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل په بوبر كالي كښې د نوو جوړو كړے شوو كورونو په ليدلو ډېر خوشحاله شوم۔ وزیراعظم د ګلګت بلتستان انتظاميې ته په غذر ضلع كښې د تعلیمی ادارو ٬ د لوبو مېدانونو ٬ د بجلۍ وركړې او نورو آسانيو برابرولو هدايت وكړو۔ ده ګلګت بلتستان له د 100 مېګاواټ بجلۍ په سمدستي توګه د وركولو او د بلتستان پوهنتون او قراقرم پوهنتون صلاحيت لرونكو ذهينو زده كوؤنكو لپاره د مېرټ په بنياد د 1 ارب روپو انډوومنټ فنډ جوړولو اعلان هم وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د پنجاب په څير د ګلګت بلتستان د زده كړو څانګې پرمختګ لپاره دانش سكولونه معارفي كوؤ۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس خېر ښېګړې له شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې ما د پنجاب د وزيراعلی په حېث د ګلګت بلتستان د زده كړو څانګې ته د ډالۍ په توګه 1 ارب روپۍ وركړې وې۔ ده ووئيل په اوسني معاشي استحكام كښې وفاقي حكومت سره ټولو صوبو په زړه پورې مرسته كړې۔ ده ووئيل سټاک اېکسچېنج د 92 زره تاريخي كچې څخه وړاندې تللے ۔ غېر ملكي ترسیلات زر، د ټېکس فائلرز شمېره كښې زياتوالے او په ګرانۍ كښې كمے خوشبينه دے٬ د هېواد د پرمختګ په سفر كښې د ټولو صوبو ٬ آزاد جمو و کشمیر او ګلګت بلتستان مرسته زياته مهمه ده۔ ده ووئيل مونږ د ګلګت بلتستان او د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو په شمول د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پرمختګ او اولس خېر ښېګړې ته خاص پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل وفاقي حكومت په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو له اقدامات كوي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان د سېلګرۍ په څانګه كښې سرمايه كارۍ كښې قطري سرمايه كارو خوښي ښكاره كړې ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ډاکټر احسن اقبال، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امیر مقام، د زده كړو وفاقي وزير خالد مقبول صدیقی، د ګلګت بلتستان کابینې غړو او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون كولو