پاکستان ترکیه سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي، د دواړو هېوادونو اولس خپلو كښې د ورورولۍ خپلولي لري ۔نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د ترکیه قومی ورځ په موقع دستوري ته وينا

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان ترکیه سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي، د دواړو هېوادونو اولس خپلو كښې د ورورولۍ خپلولي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د ترکیه قومی ورځ په موقع دستوري ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم د قومی ورځ په موقع د ترکیه حکومت او اولس له مباركي وركولو سره ووئيل پاکستان او ترکیه خپلو كښې د ورورولۍ قوي اړيكي لري۔ده ووئيل پاکستان او ترکیه په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي ، د ترهه ګرۍ مخنيوي كښې پاکستان د ترکیه سره ولاړ دے۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل د ترکیه او پاکستان اولس غیر متزلزل خپلولوۍ سره تړلي دي۔ده ووئيل 1923 كښې کمال اتاترك د جدید ترکیه بنیاد اېښودلې ؤ ، ترکیه د لويو زلزلو او سېلابونو نه پس د پاکستان مرسته كړي دې سره د دواړو هېوادونو د قوي اړيكو عكاسي كېږي۔ نائب وزیراعظم ووئيل ترکیه د کورونا وباء په مهال او په نړيوال فورمز عمر له د پاکستان ملاتړ كړې۔ده ووئيل ترکیه د پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل غیر مستقل رکنیت لپاره بشپړه تائید او حمایت کړې، پاکستان د سلامتی کونسل غیر مستقل رکنیت 2 كلنه موده د 01 جنوری 2025 راهسې سنبھالوي۔ سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي وخت سره سره لا قوي كېږي، پاکستان د ترکیه د ترهه ګرۍ مخنيوي پشمول په ټولو مسئلو ملاتړ كوي۔ده ووئيل پاکستان او ترکیه د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق حمایت او 1967 څخه وړاندې پولو مشتمل آزاد فلسطین جوړولو د كوم پاي ته تخت به چې القدس شریف وي ، له په ګډه كار كول غواړي۔د ترکیه قومی ورځ په موقع دستوره كښې غیر ملکی سفارتکارو، پاکستان كښې مېشته د ترکیه وګړو ، مشرانو او سول او پوځي افسرانو ګډون وكړو۔دې څخه وړاندې د دستوري په پيل د پاکستان او ترکیه قامی سرودونه وغږولې شول۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں