اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی)د روسیې صدر ولادیمیر پوتین، د مالیزیا وزیر انور ابراهیم او د ترکیې حکومت د کوئټې په رېلوے سټېشن ترهګریز برید په کلکه غندلې دې۔ د تفصيلاتو ترمخه د روس صدر ولاديمير پوتين د کوئټې په رېلوے سټېشن شوي ترهه ګريز بريد څخه وروستو صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف سره غمرازي ښكاره كړه۔ د خالي په ورځ په خپله چيټۍ كښې د روسیې صدر په دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړه په كومه كښی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر وګړي ووژل او ګڼ نور ټپیان شول۔ ده د ذمه وارو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كولو سره پاكستان سره د ترهګرۍ د مبارزې په برخه کښې د روسیې په پیوستون ټینګار وکړو۔ دملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم د كوئټې په پېښه د زړه له كومي غمرازي او او خواخوږي ښكاره كړه۔ د سماجي رابطې په و ېب سائټ اېكس د ملائيشيا وزيراعظم وليكل چې د ملائیشیا اولس پاكستاني اولس سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كوي۔ ده ووئيل ملائيشيا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان سره يو برابر ولاړه ده۔ د تركيه حكومت هم د ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره پاكستاني اولس سره غمرازي وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د تركيه خارجه وزارت په يو خط كښې وئيلي چې مونږ به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتؤ۔