د پاکستان او سعودي په لسيزو د ورورولۍ اړیکې د هرې تېرېدونكې ورځې سره لا پياوړې كيږي٬ د پاکستان هنرمند افرادي قوت لپاره په سعودي كښې د کار موقعو په اړه زر تر زره پېشرفت كيدونكے دے : وزيراعظم شهباز شريف

image

ریاض۔11نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئیلي دي د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځه په لسيزو محيط د ورورولۍ اړیکې د هرې تېرېدونكې ورځې سره نورې پياوړې كيږي٬ سعودي په هر سخت وخت کښې د پاکستان ملاتړ کړے دے، د پاکستان هنرمند افرادي قوت لپاره په سعودي عربستان كښې د کار موقعو په اړه زر تر زره پېشرفت كېدونكے دے۔ د ګل په ور د وزیراعظم دفتر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزير اعظم شهباز شريف سره د سعوي عربستان د سرمايه كارۍ وزير خالد بن عبدالعزیز الفالح او د رائل كورټ اېډوائزر التويجري د عرب- اسلامك سمټ په موقع ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوسني اقتصادي مرستې به حواله په شوي پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم ووئیل د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځه په لسيزو محيط د ورورولۍ اړیکې د هرې تېرېدونكې ورځې سره نورې هم پياوړې كيږي٬ سعودي عربستان په هر سخت وخت کښې د پاکستان ملاتړ کړے دے۔ وزيراعظم خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز او سعودی ولی عهد او وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د فیوچر انوېسټمنټ انېشېټو فورم په موقع سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان سره ملاقات زيات ګټه ور پاتې شو۔ وزيراعظم ووئيل د سعودي د سرمايه كارۍ وزير د پاكستان اوسنۍ دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ او معاشي اړيكو مضبوطولو له يو مهم سنګ ميل ؤ۔ وزيراعظم به دې خبره اطمينان ولرو چې د سعودي عربستان د سرمايه كارۍ وزير د پاكستان دورې په مهال د مرستې 2.8 ارب ډالر په كومو اېم او يوز چې لاس ليك شوے په هغو كښې په 8 كار پېل شوے دے۔ په ملاقات كښې پاكستان څخه د زيات شمېر هنرمند افرادي قوت لپاره په سعودي عربستان كښې د روزګار په موقع د خيالاتو څرګندونې سره وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د يو لويې پېشرفت امكان دے۔ ده ووئيل په اكتوبر كښې په پاك – سعودي بزنس فورم كښې د پاكستان او سعودي كاروباري ادارو ترمينځه خبرو اترو د نوې سرمايه كارۍ لاره هواره كړه۔ ده ووئيل د خصوصي سرمايه كاري كونسل (اېس آئی اېف سی) د لارې روان پېشرفت په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په تندولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم د سعودی مشرتابه وژن 2030 ستائېلو سره د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ عزم ښكاره كړو۔ وزیراعظم ووئيل په سعودي عربستان كښې مېشته پاكستاني وګړي د دواړو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وؤ۔(

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں