هر ماشوم له معیاري تعلیم،د صحت سهولیات ، محفوظ او د روزنې چاپيرچل وركول د حكومت فرض دے۔ د وزیراعظم محمد شهبازشریف د ماشومانو نړيوالي ورځ په موقع پیغام

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف وئيلي دي هر ماشوم له معیاري تعلیم،د صحت سهولیات ، محفوظ او د روزنې چاپيرچل وركول د حكومت فرض دے دغسې چې ماشومان خپل صلاحیتونه ترلاسه كړي او په ټولنه كښې مثبت کردار ادا کړې شي ٬ د ماشومانو نړيواله ورځ مونږ ته د دې اجتماعی ذمه وارۍ يادګېرنه كوي چې مونږ د كوم فرق نه غير د هر ماشوم د حقونو تحفظ باوري كړو۔د شورو په ورځ د پی اېم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په خپل پیغام كښې ووئيل نن د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع زه د پاكستان د ماشومانو د حقونو ،خير ښېګړې او پرمختګ لپاره د خپل عزم پخلے كوم،دا ماشومان زمونږ د سباؤن معماران او د قام تر ټولو قيمتي اثاثه ده۔وزیراعظم ووئيل دا ورځ مونږ ته د اجتماعی ذمه وارۍ يادګېرنه كوي چې مونږ د كوم فرق نه غير د هر ماشوم د حقونو تحفظ باوري كړو۔ده ووئيل دا زمونږ فرذ دي چې هر يو ماشوم له معیاری تعلیم، د صحت سهولیات ، محفوظ او دروزنې چاپيرچل وركړو دغسې چې هغوي د خپلو بشپړه صلاحیتونو سره سره ټولنه كښې مثبت کردار ترسره كړي۔وزیراعظم ووئيل د پاكستان حکومت د ماشومانو ژوند ښه كولو له ګڼ اقدامات کړي لكه د دانش سکولونو جوړول،په دغه سكولونو كښې د ګڼ شمير ماشومانو ژوند بدل شوے او هغوي ته د روښانه سباؤن لاره ښودلې شوې ۔ده ووئيل مونږ د تعلیمی ایمرجنسي اعلان کړے چې له مخې ئې وسائل متحرك كولو سره د خواندګۍ شرح زياته شوې ،د سکولونو د تعمیر نو او ماشومانو له معیاری تعلی باوري كيږي۔وزیراعظم ووئيل کمیونټي آؤټ ریچ او كورنيو له د ماشومانو سكولونو ته د لېږلو ترغيب وركولو لپاره خصوصی كمپائنونو د لارې سکول ته د نه تلوونكو ماشومانو داخلے لپاره هڅي كېږي۔ده ووئيل غذائی كمے لرې كول او تعلیمی نتيجې ښهېكولو له حكومت سرکاري سکولونو كښې د غذائیت پروګرام معارفي ګړے دغسې چې ماشومانو ته صحت مند خوراك ترلاسه شي۔وزیراعظم ووئيل دا ټول اقدامات د دې عزم عكاسي كوي چې مونږ د خپلو ماشومانو روزنې او سوكالۍ لپاره هڅي كوو۔ده ووئيل زه د ماشومانو مور پلار ، استاذانو ، سول سوسائټۍ او پالیسی جوړونكو ته غږ كوم چې په ګډه يوه داسې ټولنه جوړه كړي چرته چې هر ماشوم له اهمیت وركړې شي او هغه خپل ځان محفوظ او قیمتی محسوس کړي۔ده ووئيل راځۍ چې د ماشومانو نړيوالي ورځ په موقع لوظ وكړو چې خپل ماشومان قامی ترجیحات كښې شامل كړو او يو داسې سباؤن باوري كړو چرته چې عزت، يووالي او امید ته وده ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں