د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د مولانا فضل الرحمن سره ملاقات

image

اسلام آباد۔10جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د جمعیت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سره د دوي په استوګنه ملاقات وكړو ۔ داخله وزير محسن نقوي د مولانا فضل الرحمن تپوس پوښتنه وكړه او د دوي صحت لپاره يې د نیکو هيلو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د شرېكې خوښې په چارو او د هېواد په مجموعي صورتحال خبرې وشوې، دغسې خیبرپښتونخوا په خاص توګه کرمه كښې امن لپاره په اقدامات هم خبرې وشوې۔ محسن نقوي او مولانا فضل الرحمن د مرستې څيزونو د قافلو پاړا چنار ته په رسېدو د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ وفاقي وزیر ووئېل کرمه كښې د امن راوستو لپاره ټول سټیک هولډرز په اعتماد كښې اغستلې شوي ، ځينې عناصر په قصد د کرم ایشو له نا سمه رنګ وركړو، د صورتحال ښه والي لپاره د لويې جرګې د مخلصانه هلو ځلو ستائنه كوو۔ ده ووئېل د مولانا فضل الرحمن سره زړه نیاز مندي لرم او د پاکستان په سیاست كښې د مولانا فضل الرحمن مثبت کردار د ستائنې وړ دے ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں