د پاكستان په كوريا كښې كړكيچنه وضعه كمولو له د خبرو په حاجت زور

image

ملګري ملتونه۔9 جنوری (اے پی پی) پاکستان د سوئيلي كوريا لخوا د هائپر سونک بېلسټک میزائل په نوې تجربه اندېښنه ښكاره كولو سره جزیرہ نما کوریا ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د سفارتي رابطو او خبرو اترو په حاجت زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي چې مونږ د فريقېنو ترمينځه د مذاكراتو د بحالۍ غوښتنې بشپړ ملاتړ كوؤ۔ د سلامتي كونسل غونډه د شمالي كوريا لخوا د ميزائل تجربې څخه دوه ورځې وروستو وشوه۔ پاكستاني استازي دا پېش رفت سيمه ايز او نړيوال امن لپاره زيانمن وګرځولو۔ ده ووئيل پاكستان د جزيره نما كوريا جوهري وسلې څخه د پاكولو ٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو د عمل كولو او د جوهري وسلې عدم خپرونې او د وسلې د تخفيف هدفونو ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان په كوريا او يا كوم بل ځاے كښې د جوهري وسلو د نورو تجربو مخالفت كوي۔ په دې لړ كښې ده په فريقېنو زور راوړو چې هغوي دې د صبر او زغم څرګندونه وكړي او تاؤ تريخوالې دې زيات نه كړي۔ ده په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه دې تاؤ تريخوالې كمولو له د فریقین لخوا د باور بحالۍ له د اقداماتو په كولو غور وكړي۔ ده هيله څرګنده كړه چې سلامتي كونسل به د مذاكراتو بحالۍ له او په منطقه كښې تاؤ تريخوالې او امن ته پېښې خطرې كمولو له خپل كردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں