د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان ايپكس كمېټۍ غونډه٬د فتنه الخوارج په بشپړه توګه ختمولو د عزم پخلې

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الخوارج په بشپړه توګه ختمولو غزم پخلي كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان پرمختګ او څوكالۍ له به ټولو په ګډه دا فتنه ختمول وي۔په سوشل مېډيا چې د پاكستان په ضد څه روان دي د هغې به مخ نيوې كول وي۔د پاكستان په ضد چې كوم سازشونه كېږي په هغې كښې د ككړو كسانو څخه خبر يو٬څوك چې دا ګڼي چې زمونږ د ځوانانو قربانۍ به بې ضائع لاړه شي نو دا د هغوي بې وقوفي ده۔د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان ايپكس كمېټۍ غونډې ته وينا كښې وزيراعظم د ګډون كونكو هركلے وكړو۔وزيراعظم ګډون كونكو له مباركي وركړه چې پاكستان د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په حېثيت سره خپلې ذمه وارۍ سنبهالې كړي۔وزيراعظم ووئيل په سلامتي كونسل كښې زمونږ ذمه وارۍ دوه كلونو لپاره دي٬پاكستان به په دې حېثيت سره انټرنېشنل ډپلوميسي كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔وزيراعظم د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي جوړېدو لپاره د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به نړيوال امن لپاره خپل سفارتي كردار په ښه ډول ترسره كوي۔وزيراعظم ووئيل په صوبو كښې هم سي ټي ډي قوي كوو٬پنجاب په دې حقله تر ټولو وړاندې دې۔ده ووئيل پوليس له به جديد تربيه٬ټېكنالوجي او آلات وركول وي۔په ميرټ به بهرتۍ كول وي او په خاص توګه داسې حالاتو كښې كله چې دښمن د هېواد په ضد ناوړه سازشونه كوي دا اقدامات مهم دي۔په خېبرپښتونخوا كښې خارجيان د هېواد د امن دښمنان دي۔د پولې پورې غاړه څخه څو ورځې وړاندې چې كوم بريد شوې د هغې په زړه پورې ځواب وركړی شوې٬په بلوچستان كښې د پاكستان په ضد بېل سازشونه كېږي٬په هغې كښې د ككړ خارجيانو د لاس وهنې څخه خبر يو چې چرته څخه هغوي ته مرسته ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ خواب به هله پوره كېږي كله چې څلور واړه صوبې٬وفاق٬ګلګت بلتستان او په آزاد كشمير كښې د امن وضعه ښه شي۔ده ووئيل د خوارجو د بشپړه ختمولو وخت راغلې٬وفاق٬صوبو او دفاعي ادارو له به په ګډه تګلاره خپلول وي۔وزيراعظم په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې په اسلام آباد د بريد په مهال د رينجرز شهيد شوي ځوانانو په اړه د دروغو قيصې جوړی شوي٬وزيراعظم ووئيل وسله وال ځواكونه٬پوليس او قانون نافذ كونكې ادارې په زړه پورې قربانۍ وركوي دغه قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں