پاليسي ريټ 13 فيصده ته راتلل معيشت لپاره خوشبين دي ٬ په پاكستاني معيشت به د سرمايه كارو باور زيات شي: وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سټېټ بېنک لخوا په پالېسي رېټ كښې 2 فيصده كمې غوره ګرځولو سره وئيلي دي چې پاليسي رېټ 13 فيصده ته راتلل د هېواد معيشت لپاره خوشبين دي او دې سره به د پاكستان په معيشت د سرمايه كارو باور زيات شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پالیسی رېټ كښې كمي سره به سرمايه كاري زياته شي۔ وزیراعظم ووئيل د افراط زر د شرحې د كمي له امله پالېسي رېټ كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې په راتلونكو مياشتو كښې به افراط زر كښې لا كمې راشي۔ وزیراعظم ووئيل د معيشت بحالۍ حوالې سره د خزانې وفاقي وزير او د نورو اړوندو ادارو هڅې د ستائنې وړ دي۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں