اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كال 2025 او 2026 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غير مستقل غړي په حيث د پاکستان مودې پېل په موقع د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې د يوي استقباليې اهتمام کړے۔ خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دستوره كښې په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غړو هېوادونو ريزيډنټ مشنز مشرانو او د خارجه وزارت اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع په خپل خطاب کښې نائب وزير اعظم او خارجه وزير ووئيل په 18م ځل ټاكلے كيدو نه پس پاکستان سلامتي کونسل كښې د تجربې بشپړ ميراث او د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو او مقاصدو لپاره غير متزلزل عزم رامخې ته كړے۔ ده نړيوال امن او سلامتيا كښې د پاکستان شراکت د لارې په خاص توګه د ملګرو ملتونو امن او ټوله نړۍ كښې د امن بحالۍ هڅو كښې فعاله کردار رامخې ته كړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په ايجنډا موجودو مسئلو منصفانه او امناكه حل خوښي لري، پاکستان د کونسل د غړي په توګه د يو اړخيزه او غير قانوني د طاقت استعمال يا دھړكو مخالفت کوي۔ده ووئيل د هر ډول ترهه ګرۍ مقابله د هغې د ټولو شكلونو تر مخه او د ملګرو ملتونو د امن هڅو لپاره مرسته کوي۔ نائب وزيراعظم پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې په ټاكلے کيدو كښې په بشپړه مرسته د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو مننه كولو سره د سلامتي کونسل د ټولو غړو سره تعميري کار كولو،د ملګرو ملتونو پراخه رکنيت سره د تقسيم ختمولو او اتفاق رائے ته ودې وركولو او د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصدو او اصولو له مخې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل مينډيټ په ځائے ساتلو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔