اسلام آباد۔6 جنوری(اے پی پی) پاکستان انټرنېشنل ایئر لائن (پی آئی اے) بهر او د هېواد دننه په فضائي آپرېشنز كښې په لويه كچه د پراختيا اعلان كړے دے چې له مخې يۍ د كوېت ٬ بحرېن او دوحه په شمول دمام او جده لپاره نوې نړيوال پروازونه په آپرېشن كښې شامل كړے شوي دي۔ د پی آئی اے کارپورېټ کمیونیکېشن ډویژن له مخې د هېواد دننه پروازونو كښې د كراچۍ او پېښور ترمينځه د اضافي پروازونو سره سره نېټ ورك ته هم پراختيا وركړې شوه۔ كراچۍ څخه تر پېښور درېم اونيز پرواز به په 25 جنورۍ د شېډول برخه شي۔ دغسې پی آئی اے لاهور څخه كوېت لپاره هم په اونۍ كښې د پروازونو 25 جنورۍ څخه د بحالولو اعلان كړے ۔ دغسې لاهور څخه دمام لپاره به دوه نور پروازونه 22 جنوري څخه پېل شي۔ د قامي ائيرلائن سيالكوټ څخه بحرېن لپاره پرواز به 20 جنورۍ او سيالكوټ څخه دوحه لپاره به دوه اړخيزه اونيز پرواز 21 جنورۍ څخه پېل شي۔ په فضائي آپرېشن كښې اضافي پروازونه به سيالكوټ څخه جده لپاره 20 جنورۍ څخه پېل كولې شي۔ پی آئی اے به د خپلو مسافرو آسانۍ تر مخه بهر او د هېواد دننه د سفر آسانۍ رامخې ته كولو په شمول تړون په ځاے ساتلو له د داسې اقدامات لړۍ په سباؤن كښې هم روانه ساتي۔