پي آئي اے د اروپا لپاره فلائټ آپرېشن بيا پېل كړو ٬د اسلام آباد څخه پيرس ته وړومبے پرواز روان كړے شو٬د هوا بازۍ وفاقي ووزير خواجه محمد آصف مسافرو ته په مخه ښه اووې

image

اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی)د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن(پي آئي اے)اروپاﺀ لپاره فلائټ آپرېشن بحال كړے دے ٬د جمعې په ورځ د اسلام آبا انټرنېشنل ايئرپورټ څخه پيرس لپاره وړومبے پرواز روان كړے شو٬د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه محمد آصف د اروپاﺀ لپاره د قامي ايئر لائن فلائت آپرېشن بيا پیل كېدو هركلي كولو سره مسافرو ته په مخه مو ښه اووې۔د اروپائي ائتلاف لخوا په قامي ايئر لائن نزدې د څلور نيمو كلونو څخه بندېز لګولے شوے ؤ د كومو پورته كولو نه پس چې پروازونه بحال شوي ۔په دې موقع د دفاع او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه آصف د اروپاﺀ لپاره د پروازونو بحالۍ تاريخي لمحه ګرځولو سره ووئېل پرله پسې د قامي بېرغ لرونكے ايئر لائن به په ټوله اروپا كښې آپرېټ كوي۔ده د پي آئي اے د پخواني وقار بحالولو عزم څرګندولو سره په دې خبره زور راوړو چې نېشنل فليګ كيئريئر زمونږ وياړ او زمونږ شناخت دے۔د هوا بازۍ وفاقي وزير ووئيل پي آئي اے به د برتانيې او امريكې لپاره هم پروازونه پیل كوي۔خواجه آصف ووئيل د پي آئي اے به نجكاري كولې شي او د دې بېړۍ به زياتولې شي۔ده ووئيل پي آئي اے په ماركيټ يو ځل بيا خپل تسلط قائم كړے۔په دې موقع د هوا بازۍ وزارت سينئر افسران٬ د قامي ايئر لائن او د هوائي مېدان چارواكي هم موجود وو۔د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز نزدې څلور نيم كاله پس په وړومبي ځل د اروپا لپاره د جمعې په ورځ روان شو۔پي آئي اے پيرس لپاره په اونۍ كښې دوه نيغ په نيغه پروازونه چلوي٬پيرس ته تلونكے او راتلونكے وړومبي او دويم پرواز لپاره فلائټ بكنګ د وړاندې نه بشپر شوے كوم چې ډېر خوشبينه دے۔ د پيرس پروازونه به اوس په فرانس او پاكستان كښې د پاكستانيانو زړه غوښتنه تر سره كړي۔دغسې پي آئي اے مسافرو ته د وخت بچت آسانيو سره سره ارزان ټكټ هم وركړے دے۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں