د پارلماني چارو وفاقي وزير اعظم سواتي

image

اسلام آباد ۔02 ستمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير اعظم سواتي وئيلي دي پاکستان تحریک انصاف د (ن) لیګ او پيپلز ګوند په ضد كوم كېس نه دې جوړ كړې۔ كېسونه هغوي پخپله د يو بل په ضد جوړ كړې ۔ نېب د حكومت ماتحت نه دے۔ مونږ ئې چارو كښې لاس وهنه نشو كولې ۔ د نېب قانون قانوني كمۍ لري۔ دا هم اصلاح ته اړتيا لري۔ آيا مخالفه ډله دا غواړي چې نېب ٬ عدالتونه او نورې ادارې دې ختمې كړې شي او د هېواد شتمندو او بې وزلو لپاره دې جلا جلا قانون وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سېنېټ كښې د مخالفې ډلې غړو د اعتراض نكتې په ځواب كښې وكړه۔ اعظم سواتی ووئيل حكومت د اولس د ځان او مال د تحفظ ذمه وار دے۔ آصف علی زرداری ته د درملنو آسانۍ وركولو په حقله داخله وزير ښه وئيلې شي۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله مخالفې ډلې د حكومت بشپړ ملاتړ كړے او دا زمونږ ملي مسئله ده او پاكستان به هم دغسې په جذبه كشميري اولس سره ولاړ وي۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں