د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د سي ډي اے چارو لپاره خاص مرستيال علي نواز اعوان مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي كرسمس د امن او ورورولۍ درس وركوي۔ د اسلام آباد په كلي والو سيمو كښې به مسيحي ورورولۍ له اديره جوړولې شي۔ د دوئي د مېرج رجسټرېشن اندراج به اړوند يونين كونسل كښې كولې شي۔ د اسلام آباد په ډول ښكلې پلازمينه جوړولو كښې سي ډي اے او په خاص توګه د مسيحي ورورولي لوئې كردار لري ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د كرسمس په اړه فائر برېګېډ هال سېکټرGـ7/1 كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل زه په دې مهال ټولې مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس او نوي كال مباركي وركوم۔ ده ووئيل د اسلام آباد په ډول ښكلې پلازمينه جوړولو كښې سي ډي اے او په خاص توګه مسيحي ورورولۍ لوئې كردار لري او د كرسمس په موقع سېنی ټیشن ملازمانو ته د تنخاګانو په نه وركولو افسوس لرم ۔ ده ووئيل مونږ څو مياشتې وړاندې هم د تنخاګانو مسئله حل كړې وه او نن به هم د سي ډي اے چيئرمېن سره په دې اړه خبره كوم او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو ډېره زر به دا مسئله حل شي۔ دستورې ته خطاب كښې د سي ډي اے مزدور يونين عمومي سېكتر چوهدری محمد یٰسین ووئيل د كرسمس په موقع ټولې مسيحي ورورولۍ ته مباركي وركوم او مونږ د دوئي په خوشحالو كښې شريك يؤ۔ ده انتظاميې څخه غوښتنه وكړه چې سېني ټيشن ملازمانو ته دې تنخاګانې وركړې شي دغسې چې دوئي د كرسمس ورځ خپل اولاد سره په بشپړه توګه ولمانځلي۔ د دستورې په پايه كښې مسيحي ورورولۍ سره د يو والي څرګندونې له كېك پرې كړو او د هېواد او قام سلامتيا او د ادارې پرمختګ لپاره ئې دعاګانې وغوښتې۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں